الجزیرې راپور ورکړی چې په غزه کې د شدیدو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو سره هممهاله، مرسته رسوونکو بنسټونو او ملګرو ملتونو ۷۶۱ کمپونو کې د سلګونه زره بېځایه شویو وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي، ډېری خیمې تر اوبو لاندې شوي او کورنۍ له جدي خطر سره مخ دي. په راپور کې راغلي چې په ۷۸۱ موقت کمپونو کې څه باندې ۸۵۰ زره کسان د سېلابونو راوتلو خطر سره مخ دي.
