د کرنې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د یاد وزارت د کرنې او اوبولګولو سکتور د رییسانو او سلاکارانو په شتون کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسولينو سره د فعالیتونو د همغږۍ په اړه تخنیکي ناسته شوې ده.
