د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې ودانۍ چارې د ینګي قلعه ولسوالۍ مغلا کلي کې د ترکیې د «تیکا» موسسې په مالي ملاتړ د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. دغه ښوونځی پر دونیم جریبه ځمکه جوړ شوی چې پکې ۸ درسي، اداري خونې، کتابتون او یوکنفرانس سالون شامل دی.

Share.