له ایران او پاکستانه په اجباري ډول را ایستل شوې افغان کورنۍ د نغدي مرستو، سرپناه او کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي. یو شمېر راستانه شووي کډوال وایي، له کلونو کډوالۍ وروسته تش لاس هېواد ته راستانه شوي او د ژمي له رارسېدو سره له جدي ستونزو سره مخ دي. د کډوالو د حقونو فعالان هم د کډوالو جبري ایستلو د درولو او د بیړنیو بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

Share.