د کندز ښاروالۍ د ازادۍ واټ د پراختیا پروژې په چوکاټ کې، د یاد سړک په اوږدو کې د هدیرې د پاتې شونو د لېږد بهیر پیل کړی دی. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه بهیر د نوي ډیزاین له مخې او د بشپړ درناوي په رعایتولو سره د دشتآبادان سیمې ته ترسره کېږي، او هغه اجساد چې خپلوان یې حاضر نه شي، د ښاروالۍ له لوري به انتقال شي.
د ازادۍ واټ پروژه، چې له وليچوک څخه تر بالاحصار چوک پورې غځېدلې ده، دا مهال د پلي لارو او د اوبو د وتلو ویالو د جوړولو پړاو ته رسېدلې ده.
