د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې درې زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۷۷ کورنۍ چې ۳۰۰۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۴۸۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

Share.