د کندز ولایت اطفایي کارکوونکو د خان آباد ولسوالۍ په لرګیو سرای کې د برق د شارټي له امله لګېدلی اور پر وخت مهار کړ. په دې پېښه کې هیڅ ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي، خو شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی اود ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت وسایل خوندي شوي دي.
