د کندهار احمد شاه بابا نړۍوال هوايي ډګر کې د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافر وړونکو الوتکو د پارکینګ «جیولیت رمپ» پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، دا پروژه د ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړه شوې او اوس د څلورو لویو مسافر وړونکو الوتکو د هممهاله پارک کولو وړتیا لري. د مسوولینو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د مسافرو ستونزې راکمې، د هوايي ډګر خدمات به معیاري او د الوتکو او ترمینل ترمنځ به د مسافرو ستونزې له منځه ولاړ شي
