له ایران او پاکستانه تازه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال چې په بلخ کې په لنډمهالي پنډغالي کې مېشت دي، د مناسبې سرپناه، خوړو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت لري. دوی وایي د ژمي سړې هوا له امله شپې ورځې په خیمو کې تېروي، چې له همدې امله یې ماشومان ناروغه شوي دي. بلخوا د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ستونزو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د مرستندویه بنسټونو او خیریه ادارو په همکارۍ یادو کډوالو ته د بېړنیو مرستو لپاره هڅې روانې دي.
