یو خیریه بنسټ په بلخ ولایت کې د څه باندې ۱۶۰ مستعدو ځوانانو لپاره د کانکور ازموینې د چمتووالي ځانګړی ښوونیز پروګرام پیل کړی دی. د د بنسټ مسوولین وایي، موخه یې د لوړو زده‌کړو په برخه کې د ځوانانو ملاتړ او د زده‌کړو اسانتیاوو برابرول دي. د یاد بنسټ رییس خیرالدین مایل ویلي، هغه ځوانان چې د دې بنسټ تر مالي ملاتړ لاندې دي، د زده‌کړې لپاره د افغان–ترک تعلیمي بنسټ ښوونیز مرکز ته ورپېژندل کېږي. ګډونوالو ځوانانو د یاد بنسټ دغه نوښت مهم بللی او له سوداګرو یې غوښتي، چې د نورو اړمنو زده‌کوونکو ملاتړ هم وکړي.

Share.