د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۶۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د راپور له مخې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۶۹۳ کورنۍ چې ۳۶۱۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د اسلامکلا، ورېښمو پله، بهرامچې، سپینبولدک او تورخم له لارو راستانه شوي دي. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۶۴۵سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
