د ټولګټو چارو رياست له لوري د کندز–تخار، کندز–شیرخان بندر او یو شمېر نورو عمومي لارو پر مسیرونو د سړکونو ترمیم، جغلاندازي، سیلینګ، تحکیمکاري او د پلچکونو رغنیزې چارې د قراردادي شرکتونو له خوا د انجنیرانو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
همدارنګه، د خانآباد ولسوالۍ د توپخانې په سیمه کې د ښوېدلو سیمو پاککاري شوې ده، خو د وروستیو ورښتونو له امله د ځینو ترمیمي او داغګیرۍ چارې لنډ مهاله ځنډول شوې دي.
