د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۴۳ کورنۍ چې ۲۸۷۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۸۲۲راستنې شوې کورنۍ چې ۳۶۳۸ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۶۹۹ کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۶۷۳ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

Share.