د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو فولډر ډوله موټر د میامي ولسوالۍ په وارفک سیمه کې له سړک څخه ووت.
