د امنیه قومانداني د معلوماتو له مخې، د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو یو تن د نشهیي توکو د پلور په تور له ۱۳ پاکټه چرسو سره نیولی، او همداراز د قلعهذال ولسوالۍ امنیتي پولیسو د استخباراتو مدیریت سره په ګډه همغږۍ دوه تنه مسلکي غله نیولي، چې له یوه کور څخه یې سره زر، نغدې پیسې او ګرځنده مبایلونه غلا کړي وو.
ویل کېږي، یاد مظنونین به د لومړنیو پلټنو تر بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
