د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال یې تر ۸۲زره زیات کاري جوازونه وېشلي دي. د دغه وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي ویلي، چې له دې ډلې ۶زره کاري جوازونه بهرنيو وګړو ته وېشل شوي دي. نوموړی همداراز زیاتوي، چې د دوامداره کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د بې کارۍ د کچې د ټيټولو په موخه یاد وزارت په ټول هېواد کې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه فعاله کړي دي.
