د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې د شاوخوا ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال ویلي، چې د دغو پروژو چارې به د دو کلونو په اوږدو کې بشپړې شي.
