د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۴۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۵۲ کورنۍ چې ۲۴۸۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۲۴۳راستنې شوې کورنۍ چې ۱۲۳۲ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۴۰۵ کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۴۲۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

Share.