د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج لپاره د نوم‌لیکنې بهیر سبا د چهارشنبې په ورځ پیلوي، چې د سلواغې میاشتې تر څلورمې به دوام ولري. یاد وزارت له حج کوونکو غوښتي، چې کابل کې د حاجیانو مجتمع او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړي. د یاد وزارت د مسوولينو په خبره؛ هغه کسان، چې یو ځل يې فرضي حج ادا کړی وي، سږ کال د نفلي حج ادا کولو په موخه د نوم لیکنې اجازه نه لري؛ نو په همدې اساس يې له دوی غوښتې، چې بيا دې نومليکنه نه کوي.

Share.