له افغانستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د پاکستان د پنجاب ایالت کروندګرو پراخ اعتراضونه پیل کړي دي. اعتراض کوونکي وايي چې د کچالو او جوارو حاصلات یې تر ۵۰ سلنې تاوان سره پلوري او حکومت دې ژر تر ژره افغانستان ته لارې بېرته پرانیزي. د راپورونو له مخې، هر کیلو کچالو کروندګرو ته په ۳۰ کلدارو پرېوزي خو یوازې په ۱۵ کلدارو پلورل کېږي، چې له امله یې ګڼ شمېر بزګر اړ شوي خپل رسیدلي فصلونه واړوي او بېرته پرې نور تخم وشېندي. ځایي فعالان وایي د پنجاب د میلیونونو خلکو اقتصاد له افغانستان سره پر سوداګرۍ متکي دی او د لارو بندېدل به درانه اقتصادي تاوانونه رامنځته کړي.
