صدای دریا راډیو د کابل ولایت په کچه پر ۹۲.۷ اف‌اېم څپو خپل نشراتي فعالیتونه په رسمي ډول پیل کړل.

د یادې راډیو موسس سهار سیرت وايي، چې د صدای دریا راډیو موخه د کره، پر وخت او باوري معلوماتو وړاندې کول او د خلکو د غږ انعکاسول دي. نوموړي زیاته کړه، چې دا راډیو به د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ستونزې، غوښتنې او نظریات تر اړوندو مسوولو ادارو ورسوي.

د هغه په وینا، صدای دریا راډیو به د تازه خبرونو ترڅنګ کلتوري، ټولنیزې، تعلیمي او عامه پوهاوي خپرونې هم وړاندې کړي او د ځانګړو پروګرامونو له لارې به د خلکو دودونه، عنعنات او ورځنۍ ستونزې راونغاړي، څو د ټولنیز یووالي، پوهاوي او مثبت بدلون په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې صدای دریا راډیو به نه یوازې په کابل ښار، بلکې د کابل شاوخوا ولایتونو کې هم خپل نشرات ولري او د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه به د ولس او حقیقت ترمنځ د پُل رول ادا کړي.

Share.