په امریکا کې یوه شخصي الوتکه چې ۸ کسان پهکې سپاره وو د مین په بنګور نړۍوال هوايي ډګر کې د الوتنې پرمهال لوېدلې ده. دغه الوتکه چې تېر ماښام نسکوره شوې، د سپرلیو د وضعیت په اړه یې لا معلومات نهدي ورکړل شوي. د امریکا د فدرالي هوایي چلند ادارې د پېښې د پلټنې خبر ورکړی. دغه پېښه داسې مهال شوې، چې د نیو انګلنډ او د امریکا ډېرو برخو کې د واورین توپان خبرداری ورکړل شوی.
