د وروستیو څو ورځو د پرله پسې او درنې واورې ورېدو، سخت توپان او د لید ساحې د محدودیت له امله، د سالنګونو لویه لار د هر ډول وسایطو پر مخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له تېرو درېیو ورځو راهیسې د یادې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورو پاکولو چارې پیل کړې دي، چې تر دې دمه شاوخوا ۸۰ سلنه پاک کاري بشپړه شوې ده؛ خو د واورې زیات ضخامت، تېز بادونه او دوامدار توپان لامل شوي، چې د یادې لویې لارې د پرانیستلو چارې تر اوسه په بشپړه توګه ترسره نه شي.
دا مهال د تونل اړوندو سیمو کې د واورې ورېدل یو ځل بیا پیل شوي او په ځینو برخو کې د واورې ښویېدو (برف کوچونو) امکان هم شته. له همدې امله، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه په درنښت غوښتنه کوي، چې تر بلې خبرتیا او د دې مسیر د خوندیتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو پورې دې د سالنګونو پر لور له سفر څخه په کلکه ډډه وکړي.
یادونه: د دوشي ـ بامیان لویه لار د کوچنیو موټرو پرمخ پرانیستې ده او درانه هېوادوال کولای شي، چې د شدیدې اړتیا په صورت کې د ځنځیر (چین) په تړلو سره په ډېر احتیاط سره له یاد مسیر څخه تګ راتګ وکړي.
