د افغانستان برښنا شرکت در خبرپاڼې له مخې؛ د روان کال د سلواغې پر دوهیمه د سختې واورې ورېدا له کبله د پلخمري-کابل د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزي یوه ستن د شمالي سالنګ د شوال په اړوند سیمه کې ونړېده، چې له کبله یې وارداتي برښنا پرې شوه.
په دې رسنیزې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان برښنا شرکت د ستنې د رغولو او دوهیم سرکټ د بیا نښلولو لپاره بېړنۍ هڅې کړي؛ خو په سالنګ کې د برښنا د قطع کیدا، سختو توپانونو او د سړکونو د بندېدا له کبله کاري هڅې ټکنۍ شوې دي.
دې شرکت زیاته کړې؛ هڅې روانې دي، چې د رغونې کار د بشپړولو لپاره سیمې ته تخنیکي ډلې واستول شي.
ویل کیږي، چې اوسمهال د کابل ښار او ګاونډ ولایتونو پېرودونکو ته د پلخمري – کابل د یوه لېږد مزي، د اوبو بندونو، حرارتي او لمریزو سیسټمونو له لارې برښنا چمتو کیږي.
