د پوهنې وزارت او د ملي ازموینو ادارې خبر ورکوي، هغه زدهکوونکي چې غواړي د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، کولای شي د خپل ولایت له ټاکل شویو مرکزونو څخه د نوملیکنې فورم ترلاسه او ثبتنام ترسره کړي.
نوماندان دې د اعلان شویو نېټو او مرکزونو ته پر وخت مراجعه وکړي او د ثبتنام ټول شرایط په پام کې ونیسي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د خپل ولایت د اړیکو شمیرو سره تماس ونیسئ.
راتلونکی مو د زدهکړې له لارې روښانه کړئ!
