د خوست ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست تر نظارت لاندې، د هوما خيريه مؤسسې په همکارۍ، د بېرته راستانه شویو کورنيو او اړمنو کډوالو د ملاتړ په موخه، په دغه ولايت کې ۶۰۰ کډوالو کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. د خوست ولایتي مسوولینو ویلي، چې ياده مرسته د راستنېدونکو کډوالو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د شرايطو د ښه ‌والي په موخه برابره شوې، چې په کې بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.

Share.