د کانونو او صنایعو خونه وايي، که چېرې په امارتي ادارو او دولتي قراردادونو کې له کورنیو تولیداتو ګټه واخیستل شي، د هېواد صنعت به پياوړی او کورني تولیدات به وده وکړي. په ورته وخت کې د کورنیو تولیداتو ټولنه هم له ټولو امارتي ادارو او خلکو غواړي، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او خپلې ټولې اړتیاوې له شته تولیداتو پوره کړي. افغان تولیدوونکي بیا ډاډ ورکوي، چې تولیدات یې په نړۍوالو معیارونو برابر دي او ترې ګټه اخیستل به یې، تولیدات پياوړي او د وارداتو مخه به ونیول شي.

Share.