د سالنګونو لویه لار پرون ورځ د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه او د واورو پاکولو عملیات په بشپړه توګه ترسره شوي دي.

اوس مهال د مسافر وړونکو وسایطو تګ راتګ له دواړو خواوو او باروړونکي لنډي (١٠ ټیره) وسایط پرته له ټیلرو، شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه لري.

د سالنګونو لویې لارې په پاک کارۍ سربیره په بامیان ولایت کې د یکاولنګ – بامیان، پنجاب – آبقول کرمان، دهن سیادره – پل بند شوی، بامیان – سرپل او بامیان – دره صوف مسیرونه او د شېبر، قوناق، آقرباط، شاتو، حاجیګګ، بکک، داګاه، اسپندک کوتلونو لارې د واورو څخه پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې دي.

دغه راز په میدان وردګ ولایت کې د حاجیګګ کوتل او په سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ مسیر په کډون ټولې لارې او ټول نښلوونکي مسیرونه پرانیستي دي، همداراز په غور ولایت کې د بند غوک، بند بور او حوض بنګي مسیرونو پرته، د یاد ولایت نورې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.

همدارنګه د ورستیو واورو ورښتونو له امله د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم بندې لارې د اړوندو ولایتونو د تولګتو ریاستونو د هڅو په پایله کې پاک کاري او د ترافیکوپرمخ بیرته پرانیستل شوي دي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو او محترمو موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي چې په لویو لارو او صعب‌العبور مسیرونو باندې د تګ راتګ څخه مخکې د لارې له بشپړ خلاصون څخه ډاډ ترلاسه کړي، اړین وسایل لکه روغنیات، ګرمې جامې او د وسایطو لپاره چینونه له ځان سره ولري.

Share.