د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د کتنې پرمهال ویلي، چې د ښې رهبري او پر وخت پرېکړې د نشه‌يي توکو د کښت د له‌منځه تلو او نه کارونې سبب شوې دي. نوموړي د نشه‌يي توکو د نه کارونې او نه کرلو په برخه کې د دیني عالمانو او رسنیو ونډه اغېزناکه بللې ده. دغه راز د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر د نشه‌یي توکو پر وړاندې روانه مبارزه ستایلې او همدارنګه د راستنو شویو ځوانانو روزنه او د روږدو کسانو درملنه اړینه بللې ده.

Share.