د کندز والي ، په داسې حال کې چې د تخار والي او د سپینزر ا.ما.رتي شرکت عمومي رئیس یې ملتیا کوله، د کوکچې کانال له پروژې څخه لیدنه وکړه.
دکوکچې کانال چې په دوو پړاوونو کې طرحه شوی، ټولټال ۲۴۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د بشپړېدو په صورت کې به د تخار، کندز او سمنګان شاوخوا ۳۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي.
دغه سفر چې د همغږۍ په موخه ترسره شوی دواړو والیانو د پروژې پر ملاتړ او د عملي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
