په کندز کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وایي، وړمه ورځ د ماین پاکۍ مؤسسې (MCPA) ټیم د خانآباد ولسوالۍ او د ولایت مرکز په اړوندو سیمو کې د پام وړ ناچاوده مهمات کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل.
د راپور له مخې، په کشف شویو توکو کې ۲۰ فیره هاوان مرمۍ، ۱۵ فیره راکټ مرمۍ، ۷ فیره د توپ مرمۍ، ۸ لاسي بمونه، یو ۲۵ کیلویي ځای پر ځای شوی ماین او درې د پرسونل ضد ماینونه شامل وو.
یاد ریاست زیاتوي، دغه نا چاوده مهمات د تېرو جګړو پاتې شوني وو چې د خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند ته یې جدي ګواښ پېښاوه، خو اوس یې خطر له منځه وړل شوی دی.
