د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د يوې سوداګريزې شبکې جوړونې د غونډې پر کوربتوب؛ د افغان سوداګرو او د روسيې فډراسیون د داغستان له سوداګريز پلاوي سره د مخامخ ليدنې او خبرو اترو زمينه برابره کړه.

په دې ناسته کې، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ د آسانتیا او د پانګونې د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د دې خبرو اترو په پایله کې د ټرانسپورټ او خوراکي توکو په سکټورونو کې د همکارۍ پېنځه تړونونه، چې له ۱.۵ میلیون امریکایي ډالرو څخه ډېر ارزښت لري؛ لاسلیک شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې دا تړونونه کولی شي د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدا، دندو رامنځته کولو او له سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې په ځانګړي توګه د روسیې فډراسیون سره د پام وړ مرسته وکړي.

د تنظیم کوونکو د څرګندونو له مخې؛ دا ډول ناستې له افغان سوداګرو سره نړیوالو بازارونو ته د لارموندلو، هېوادونو نښلولو اقتصادي ودې ته د رسېدا لپاره لار اواروي.

# سوداګري #پانګهإاچونه #اقتصاد #افغانستان #داغستان #اقتصاديإهمکاري

Share.