په کندوز ولایت کې د سپینزر امارتي شرکت له لوري په ۱۵۰ جریبه ځمکه د یوه لوی استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل کېږي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن شنبه، حوت ۲ / فبروري ۲۱، په اېکسپاڼه کې ویلي چې د دې پروژې چارې به د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د اداري پړاوونو بشپړېدو وروسته ډېر ژر عملي شي.
دغه ښارګوټی له نړيوالو معیارونو سره سم طرحه شوی او په بشپړېدو سره به د شمال ختيځ زون د مرکزي سیمې کندوز څېره نوې کړي.
همدارنګه، د ښارګوټي په جوړېدو سره به ځایي اوسېدونکو ته ګڼ شمېر سوداګریز، استوګنیز او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته شي.
