Human Rights Watch په ننګرهار کې پر ملکي وګړو د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د راپورونو له مخې، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي وژل شوي دي.
یاد بنسټ دا پېښه د نړیوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې او د سمدستي، خپلواکې او شفافې نړیوالې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
د بشري حقونو دغه نړیوال بنسټ ټینګار کړی، هغه کسان باید ځواب ورکړي چې د یاد برید امر یې ورکړی او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول دي.

ننګرهار # بشريحقونه # هواييبرید # ملکيوګړي # نړیوالقانون # څېړنه # عدالت

Share.