د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون وایي چې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په کلي د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې برید له امله د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، د دغې پېښې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
قریشي بدلون همداراز ویلي، ځینې جسدونه لا هم تر خاورو لاندې دي او د ولسي خلکو په مرسته هڅې روانې دي څو له خاورو راویستل شي.

ننګرهار # بهسود # هواييبرید # ملکيوګړي # ماشومان # روغتون # امنیت

Share.