په هیواد کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبر ورکړی چې د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه پیل شوې ده. یاد سازمان زیاته کړې، چې د بیړني خوراکي خوندیتوب پروژې په چوکاټ کې به د کرنې په برخه کې فعالو کاروبارونو ته د تطبیقي بلاعوضو مرستو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې دا طرحه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او تر شپږ میلیونه ډالرو پورې، د کرنې په برخه کې فعالو کاروبارونو ته ځانګړې کېږي.

افغانستان # کرنه # خوراکيخوندیتوب # ماليمرستې # FAO # نوملیکنه

Share.