ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا پر افغان خاوره تجاوز کړی دی. نوموړي ویلي، چې د شپې ناوخته په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې ملکي وګړي بمبار شوي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت ځایي سرچینو ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند کردي کڅ سیمه کې د پاکستاني الوتکو لخوا د شهاب‌الدین په نامه د یوه عام وګړي پر کور بمباري شوې ده. د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې، په دې برید کې ګڼ شمېر کسان شهیدان شوي، او د خاورو لاندې د ۲۳ کسانو د را ایستلو هڅې لا هم روانې دي.
ځایي رسنۍ وایي، چې په پکتیکا ولایت، په برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځي رژیم په تازه بریدونو کې مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

#پکتیکا#ننگرهار#پاکستان#برید

Share.