د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیا په موخه د اسلامی امارت دمشر د حکم په اساس، د تابعیت تذکرو د تایید خدمتونو فیس معاف کړ او له دې وروسته دا خدمتونه د فیس له اخیستو پرته ترسره کېږي.
همدارنګه هغه تېروتنې چې په تابعیت تذکرو کې د کارکوونکو له لوري سهواً ترسره او معلومات نا سم ولیکل شي، په ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو آمر، د ولسوالیو د نفوسو د احوال ثبتولو مدیر او په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت مرکزونو د مدیرانو له تاییدۍ وروسته د فیس له اخیستو پرته اصلاح کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت د یوازینۍ مرجع په توګه ژمنه ده چې هېوادوالو ته چټک، پروخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي.
تابیعت تزکره #فیس #دحکم په اساس #دستونزوهواری
