د ټولګټو چارو وزارت راپور ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال ۷۲۶ زره ۵۶۰ مټریک ټنه توکي د هېواد دننه او بهر ته انتقال شوي دي. په دې شمېر کې ۲۳۵۳ ټنه توکي صادر شوي، چې د هېواد د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي ودې لپاره مهمه ونډه لري. وزارت وايي، دا لېږدونې د سوداګرۍ جریان چټکوي او د توکو د خوندي انتقال لپاره په معیاري ډول ترسره شوي دي.

اوسپنې پټلۍ #توکي لېږدونه #صادرات #ټولګټې_چارې

Share.