د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې دا مهال په هېواد کې څه باندې ۱۰ زره بې سرپرسته ماشومان د یاد وزارت تر چتر لاندې په روزنتونونو کې ساتل کېږي او د زده کړو ترڅنګ ورته د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د وزارت ویاند، سمیع الله ابراهيمي، ویلي، چې د ا.ا له راتګ وروسته د بې سرپرسته، د ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو او له کوره ورک شویو ماشومانو اړوند تر ۵۰ زره زیاتې قضیې ثبت او ورته رسېدنه شوې ده. ابراهیمي زیاته کړې، چې ټولې اړوندې ادارې د بې سرپرسته ماشومانو قضیو ته جدي پاملرنه کوي، تر څو یاد ماشومان د هېواد له هرې سیمې راټول، روزنتونونو ته ولېږدول شي او له نامعلوم برخلیک څخه وژغورل شي.
