د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان پوځي رژیم د شنبې شپې بریدونه په کلکه غندي او ټینګار کوي چې په مناسب وخت کې به ورته قوي او غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړل شي.
مجاهد له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان په سیمه کې د تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی، خو هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد حریم تر پښو لاندې کړي.
هغه د پاکستان وروستي برید ته په غبرګون کې ویلي، ولسونو ته لومړیتوب ورکوي او له پاکستان څخه غچ حتمي دی. نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د دې پېښې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د یاد برید انتقام به اخلي.
د ده په وینا، د پاکستان ډېری خلک، علما او سیاستوال چې د افغانستان پر وړاندې د اسلام‌اباد په ناسمه تګلاره کې ښکېل نه دي، له پامه غورځول شوي دي.

ذبیح الله مجاهد #اسلامي امارت #پاکستان #ننګرهار #پکتیکا #هوایي برید #غبرګون

Share.