اریانا افغان هوایي شرکت ویلي، چې د روان لمریز کال په سلواغې میاشت کې یې ۸ نړیوالو سکټورونو ته شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۸ مسافر او ۳۷۰ ټنه سوداګریز توکي لېږدولي دي.
د دغه شرکت په وینا، په نړیوالو سکټورونو کې ډیلي، اسلام اباد، ارومچي، دُبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو شامل دي.
همدارنګه په کورنیو سکټورونو کې کابل، کندهار، هرات او مزار شریف شامل دي.
شرکت زیاته کړې، چې له دغو سوداګریزو انتقالاتو څخه ۲۰۵ ټنه صادرات او ۱۶۵ ټنه واردات دي. د صادراتي توکو زیاته برخه وچه مېوه، اینجه، زعفران او لاسي صنایع جوړوي.
