په غور ولایت کې د سلطان غیاث الدین غوري سیمهییز هوايي ډګر د بیارغونې یوه پروژه د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې ده.
د مسوولینو په خبره، په دې پروژه کې د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور د ځغاست لیکې بیارغونه، د رمپ جوړول، ټکسيوې او د اوبو اېستلو کانال جوړول شامل دي.
ویل کېږي چې د یادې پروژې لګښت د اړوند وزارت له انکشافي بودجې څخه تمویلېږي او ټاکل شوې ده چې په بشپړېدو سره به یې د الوتنو اسانتیاوې او خوندیتوب لا ښه شي.
