د قلعه‌زال او چهاردرې ولسوالیو مربوطاتو کې د دولتي ځمکو د خونديتوب لپاره د غصب ضد عملیاتو په ترڅ کې د ناقانونه تصرف یوه هڅه شنډه شوې ده. ځینو کسانو هڅه کوله چې په قلعه‌زال کې د چهارګل‌تپې او د چهاردرې د ګل‌باغ په سیمو کې پر دولتي ملکیتونو استوګنیز واحدونه او د تېلو زېرمه‌يي تاسیسات جوړ کړي، خو د کرنې د خدمتونو د مدیریتونو پر وخت مداخلې او بین‌الاداري همغږۍ له امله دغه ناقانونه فعالیتونه ودریدل.
دغه اقدام د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ په هدایت ترسره شوی، او مسوولین ټینګار کوي چې د عامه شتمنیو د ساتنې لپاره به د ځمکو مدیریت نظارتي میکانیزمونه پیاوړي شي او له هر ډول غصب سره به قانوني چلند وشي.

کندز #دولتي ځمکې #غصب ضد_عملیات #کرنه #اوبولګول

Share.