د د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، چې د هېواد له نړۍوالو او کورنیو هوایي ډګرونو څخه الوتنې په عادي او منظم ډول روانې دي.
د یاد وزارت په وینا، له نړۍوالو هوایي ډګرونو څخه نړۍوالې او کورنۍ الوتنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي او په محلي هوایي ډګرونو کې هم الوتنې د مهالوېش له مخې روانې دي.
وزارت زیاته کړې چې هڅه کوي د هوایي ډګرونو په کچه د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، څو خدمات لا معیاري او چټک شي.

ټرانسپورټ وزارت #هوایي ډګرونه #الوتنې #مسافرلېږد #سوداګریزتوکي #افغانستان

Share.