د خوست ولایت ولایتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان ځواکونو د پاکستان د پوځي رژیم یوه کوچنۍ بېپیلوټه الوتکه په نښه او غورځولې ده.
د خوست د والي ویاند مستغر ګربز ویلي، یادې الوتکې د ملکي سیمو او پر افغان ځواکونو د برید په موخه فرضي کرښې ته څېرمه الوتنه کوله، چې د افغان ځواکونو لهخوا نسکوره شوې ده.
