دفاع وزارت ویلي، افغان هوايي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان په خاوره کې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي. د یاد وزارت په خبره، دغه هوايي بریدونه تېره شپه شاوخوا دولسو بجو ترسره شوي او هدف یې د میرانشاه او سپین‌وام پوځي قرارګاوې وې.
سرچینې زیاتوي، په دغو بریدونو کې یادې قرارګاوې ویجاړې شوې او درانه تلفات یې اړولي، خو د تلفاتو کره شمېر نه دی څرګند شوی. ویل کېږي، دغه هوايي عملیات د پاکستان د پوځي رژیم د پرله‌پسې هوايي تېریو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

افغان هوايي ځواکونه #دفاع وزارت #میرانشاه #سپین وام #هوايي_بریدونه #افغانستان #پاکستان

Share.