ټاکل شوې ده چې د پاکستان پوځ نن د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو عملیات پیل کړي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه عملیات به د بلوچستان د مرکز کویټې په کچلاغ، سریاب، ختیځ او لوېدیځ بایپاس، پښتوناباد او یو شمېر نورو سیمو کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان پوځي رژیم له تېرو دوو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو، زنداني کولو او جبري ستنولو بهیر چټک کړی دی.
