د محترم مولوي نیاز محمد عابد، د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس د هدایت پر بنسټ، د ولسوالیو د کرنېزو خدمتونو د مدیریتونو کارکوونکو د اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ، د چهاردرې او علي‌اباد ولسوالیو په مربوطاتو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیولې ده.

د معلوماتو له مخې، په چهاردرې ولسوالۍ د قوش تیپې سیمه او په علی آباد ولسوالۍ د مدرسې سیمه کې یو شمېر استفاده‌ جو کسانو غوښتل دولتي ځمکې په ناقانونه ډول غصب کړي او د استوګنې کورونه پرې جوړ کړي، چې دا اقدام په خپل وخت کې شنډ او درول شوی دی.

یادونه باید وشي چې دولتي ځمکې د عامه ملکیت په توګه ګڼل کېږي او هېڅ ډول شخصي استفاده ترې د منلو وړ نه ده. همدارنګه له ټولو خلکو غوښتنه کېږي چې د عامه ملکیتونو د ساتنې او خوندي کولو په برخه کې له کرنې ریاست سره پوره همکاري وکړي.

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ډاډ ورکوي چې د دولتي ځمکو د هر ډول غصب او غیرقانوني تصرف په وړاندې به جدي او قانوني چلند وکړي.

Share.