د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، افغانستان او پاکستان کې د وروستیو نښتو له امله وضعیت ترینګلی دی.
دغه بنسټ تېره ورځ یوه راپور کې ویلي چې په دواړو هېوادونو کې د روانو نښتو له امله ګڼ شمېر خلک بېځایه شوي.
د راپور لهمخې، افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره او په پاکستان کې نږدې ۳ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ښکېلو خواوو غوښتي چې ملکي وګړو ته دې د ځانونو د خوندي کولو په موخه له کرښې د اوښتلو اجازه ورکړل شي.
